د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1771 شاعران11101 شعرونه
انجنیر زلمی نصرت

معجزه

نوی عصر شو رحمانه
پیران تښتي له میدانه

د چا سر مات د چا بت مات
معجزه گوره جانانه

دا وطن د ټولو کور دی
پاڅه، پاڅه ای افغانه

زمانه شوله بدله
لا خبر نه یې له ځانه

ته هم پاڅه ای نصرته
په سر واړوه پیمانه

قلم واخله په نشه کې
ماتوه بت او بتخانه

٢٣.٠٦.٢٠٢٢
دنمارک

د شاعر نور شعرونه ←