افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1772 شاعران11101 شعرونه
تېـږو ته خبرې
نجونې اسیــر، ژوند نه دلگیــر، ښونځي زنځــیر
مُلا امیـر، تېر کې راگیر، بېـل یې تعــــــــــــــبیر
د مېـندو اخ، د پلـــــرو وخ ، واکمنــــان شـــــــخ
دُنیا پر مخ، موږ شو بې رُخ، وهــــــــــلي یو یـخ
گران شو ژوندون، نه شته بدلون – غواړي بېلتون
شولو زبون، خوړین مو لړمون – غلــــط یې یون
ځان گــڼي بــر، نه دي خبـــــر، هراړخ یې شـــر
برېــت یې ببــــــر، غـوږونه کر، جوړ یې محشر
نه کـــــړي مدار، نه یې شته ډار، لاس کې تـلوار
رعیت بېـزار، ټول انتــــــظار، د خـــــدای د وار
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن