د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1776 شاعران11101 شعرونه
عبدالعزیز نایبي

نوې لار، نوی مزل

ځئ چې انقلاب ته سره نوی تفسیر وپلټو
سره او شنو رنگونو خو مو بېخ د سټې ووېسته
ټپ زموږ ژور دی، باورونه شړېدلي دي
مور وطن کړي چیغې، د بچیو اواز نه اوري
راشئ چې شیرین عُمر په ننگ ځینې جار وباسو
سل کاله دې ژوند وي، عاقبت خو د گور خاورې یو
څو نسله به نور پور د غلطو سیاستو پرې کړي
څوک دي مهاجر، چا نه ډوډۍ د دسترخوان ورکه
ټول چې یوه خوله نشو، ورک سالار موندی نشو
زموږ د قافلې په مخ مزلونه کروړونه دي
گورو به ترڅو پردۍ ښېرازې له کړکېو نه
ځئ چې خپلو شاړو ته ورونه په همت خلاص کړو
کلي او بانډې مو شول کلونه په تیارو کې ډوب
ائ د ښار ښاغلیو د تعلیم ډېوې پکې بلې کړئ
ځئ چې د خواږه نبي خبره سره ومنو
واخلو کتابونه د نړۍ سیالۍ ته ودانگو
۳۰/۶/۲۰۲۴

ستاکلهم، سویدن

د شاعر نور شعرونه ←