د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1777 شاعران11101 شعرونه
هاجره حرکت

زموږ د ژوند ورشو

د ژونـد پـر ورشـــو خـــوزنــد بـزغــلـې راټــوکــيـدلې
بـدلـون پـیوستون هــوډ تــه يـې هـر ځوان هڅاند بللې
پـر ټــولـه نــړۍ خـــور اور نـسـل پروت د افـغــانـانــو
هـېــواد لــه هر ګــــوټــه يـــې اواز دی رســـــــولـــې
وايې پــاڅــئ د اوبــــو مــهـــارولــــو تـــه رارســــــئ
پر لويشت لويشت کې د خاورې به مو ګل وي راسپړلې
د غـــرونـــو لــه تــور زړه نـــه د لـعـــلونــو زمــــردو
تــرې تــاوې غــاړه کـۍ دې هـر يـو ځوان يې پاڅولې
مــلالــه د مـيـونـد تـر نــورســتـان پــورې ټــپـه کـړې
خـپـل پـاس پـر تـندي خـال يې درتـه شـين دی زلـولې
بـې شــمـيــره شــهــيـدانـــو رژيــدلـې هيلې وايـــــې
غــوټــۍ بــه وغــوړيـږي مـا ارمــان دی خــورولـــې
يـو لاس او يـوه خـوله پـه يـوه غـږ که سـره ټول شــو
يـووالـې دا احـسـاس مو پـه هر تـن کـې پـنـځـــولـې
د سـرو او شـنو دیـوانـو د بـريدونـو دوران تـيـر شـو
د لا تـورو لــوخــړو بـه مـو داســې ځـان ژغـورلــې

د شاعر نور شعرونه ←