افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
برصیصا
چې غلطه محاسبه شي
ترینه پورته معجزه شي
د رازونو پردې څیري
برصیصا به بې پرده شي
رسۍ هم د بل په لاس به
واک د زړه په وسوسه شي
خیال به والوزي له سره
سمه لاره به کږه شي
لرې٬ لرې له رڼا نه
هدف ورک تیاره خپره شي
زه به داسې ژوندون څه کړم
چې ډیوه مې خاطره شي
۲۳.۰۶.۲۰۲۴
دنمارک
وایله