د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عبدالاحـد قـاضی زاد

د یوې مکتبۍ نجلۍ د زړه آواز

د یوی مکتبی نجلۍ د زړه آواز
افسوس افسوس مانــه هــر څــه پـاتـه سـو څـه مـی چـه په زړه وء پـه زړه پـاتـه سـو
مـا وي هـنـر او کـمال بـه زده کــــړم خـو قــلـم پــه لاس کی مـی ویـده پــاتـه سـو
مـا وی خـدمـت د هـمـنوعانـو بـه کـــړم ارمــان د زړه مـی خــپـه پـه زړه پــاته سـو
آه او فـریـاد مـی نـور جـهـان کـــڼـوی خـو کـاڼـه غــوږونـه کـــاڼـه پـــاتـه ســـــــو
اوښــکــی پــر مـخ ودرولـــی نـشـــم چــی لا دردنــــاکــــه دا قـــصــه پـاتــه ســو
دا تـــوره شـپــه بــه سـبـا کـیـږی کـلـه ؟ کـه لا دا شـپـه نـوره هـم اوږده پـاتـه ســـو
چــاتـــه عــرضـی ، چـاتـه زاری وکــړمـه کـه قـسـمـت هـمـدا وه چـی تـیـاره پـاته سـو
د پـــــلار اومــــور ارمـانـونـه څـه شـول که لـه جبـر او ډاره هـر یـو چـوپه خوله پاته سـو
کـلـه نـصـاب کـــلـه کتاب بهانه شـــی ځـواب خـو نـشـتـه بهـانه بهـانه پـاتـه ســو
ولـی بـی جـرمـه زنـدانـی یـمـه زه چـی شـیـخ صـاحـب لا هـم غــصــه پـاتـه سـو
تـړلـی ور د مــکـتـب تـه ولاړ طــالـب زمـــا لـه ســوزه ژړا تـه شــرمـنـده پـاته سـو
ای د جـهـان د عـظـمـتـو مــالــکـه : ما نـه تـفـسـیـر سـتـا د کلام پـاس پـه تاخچه پاته سو
قـــاضـی زاده

د شاعر نور شعرونه ←