افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
ټپي ګیله من ته نذرانه
ټپي ګیله من ته د کاروان صاحب نذرانه
خدایه خپلې لاړې یې درمان وګرځوې
دا زخمي رنځور په پښو روان وګرځوې
دا شتمن په مینه زړګی مه ویرانوې
لمر یې د یتیم وزیرستان وګرځوې
ډېرو ډېرو سترګو پسې اوښکې تویې دي
مړاوې پښتون ګل ته یې باران وګرځوې
دا ځلې خو دا ګیله من خدایه کړې پخلا
ژوند ورغاړه وتی خوږ جانان وګرځوې
تږې تږې دښتې د پښتین د لوی ارمان
ګل ګل ته اوبه اوبه ګلدان وګرځوې
ښکلي ته مې ربه دا غزل غزل دعا
بس خوږه نسخه یې د لقمان وګرځوې