د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره کرکت

اوسپنیز هوډ

‎د ماښام تیارو کې ورک یوو
‎روښناي مو په لیمو کې ډوبه شوې
‎ناهیلیو هر يو حس رانه اخیستې
‎ارواحي چوپيتا عـجيـبه راخپـره ده
‎په فضا کې مو د ډار وهم روان دی
‎له هـوا نـه اسمـانـڅـکي را وریږی
‎هم د کلـيـو یتـیمانو غږ سوزیږي.
‎خو شهيد وينه رنګونو کې ساه اخلي.
ملتونه په خپل دود او نوم یادیږي
‎قامتونه چې وي سم کله ټيټيږي.
‎په منلو یې ذهنونه نه سمیږی
‎انګيرل يې د پياوړي سوچ پر مټ شی
‎اوس يـې اورو طبیعت کې:
‎شـنـې درې د دې هـېـواد مو
‎راتـه سـپـړي پــټ رازونــه
‎په څپو څپو کې زغلي دي روانې
‎د ياغي ياغي طبيعت سندري خپلې
‎که يې څوک د زړه په غوږو اوريدې شی
‎سـرسـري کتل يـې نـه شـي راسـپړلې
‎هر کس نه لری د جاج اخیستو ځواک
‎د ټـاټـوبـي په فضا کې نـشـه څه ده؟
‎حال يې يو په يو کې وايې هوا ګانې
‎د دې پورته ولاړ هسک په شنه سینه کې
‎راڼــه سـتـوري اورنـي دي
‎د لمر څرک مو ژوند بښونکې
‎هر یو ځل یې ویښونکې
‎بې حسي له بدن وړي يون وربښينه
‎ په لوي ځواک په بيړه زغلی
‎پـاس د اووم آسـمان له زړه نـه
‎بـيـا د تـور غـره له ورانـه نـه
‎کوز د زمکي تل ژورې ته رسيږي
‎مړڅپن حس ورکوي، ژوند پنڅوي
‎مورنـۍ مـينـه ګـوګل کـې پـاڅـوي
‎پـه لـوي ډاډ دې نـړۍ پـوه شـي
‎اوسپنیز هوډ ورځ تر بلې پخوي

د شاعر نور شعرونه ←