د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1773 شاعران11101 شعرونه
هاجره حرکت

د سهار سپيده چاود کې ستا اواز

سور د وينې رنګ دې سور خنجر شو د غلیم پر زړه

ستر بـدلـون پـر زړونـو شـو نـاره د انـقـلاب شـولـې
مسته وه بـهانده ستـا رګـونـو کـې د ولـس مـيـنـه

ځوان کول يې را پورته کړ ته داسې نوی باب شولي
سترګې د ځوانانو مو د عشق پر رنجو تورې شوې

لاره د سجـدې ورته په ګـوته شوه محـراب شـولـي
د تـاريـخ ویـده ټـاپــو کـې اواز ازانـګـې وکــړې

را يې وړ يـووالې تـورو زړونـو تـه عـذاب شولـي
ويښ شو ضميرونه د جوړښت هیلې غښـتلې شـوې

هره څپه شور کوي طوفان شوي او سيـلاب شـولي
ستا د شهادت درز مـوږ تـه شـو د اسـرافيل شـپـيـلۍ

جوړ یو اوښتون شوي ښوونځې شوې او په تاب شولې
تـورې څـڼـې ستـا له اسـماني غږ سـره شـور کـوي

نه دريږې دا خوزښت په هر لاس کې کتاب شـولي
يې د آسمان ستوری ته په هر زړه کې زليږې به

پوه يـوو سره ټـول چـې پـيـلامـه د انـقـلاب شولې

د شاعر نور شعرونه ←