د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1693 شاعران11101 شعرونه
عبدالرحمن پژواک

د حمام لنگ

په ظاهر کې ډېر خیالي دي دا وګړي

په باطن کې زښت خالي دي دا وګړي

په عمل کې یې بری موندلی نه دی

په وینا کې بریالي دي دا وګړي

نه یې نوم شته نه یې نښه خپل وطن کې

امریکا کې نومیالي دي دا وګړي

د پردي په غلامۍ کې رقابت کړي

ټينګ ولاړ په خپل سیالي دي دا وګړي

تبعه د امریکې شول دا بې ننګه

ګوره هسې ننګیالي دي دا وګړي

په دنیا کې خو شتمن او مستان ګرځي

خو محشر کې دېوالي دي دا وګړي

واړه واک یې دئ پردی خو په وطن کې

مدعي د واکوالي دي دا وګړي

لکه لنګ دي د حمام واړه پژواکه

د هر تن د ځان کالي دي دا وګړي

د شاعر نور شعرونه ←