د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

زما د حق نن پوروړي دي ټول

د اوربل ټيک نه مې پاولې لویدلې

د زنې خال مې سور تنور سوزلې

زه یم افغانه د ژوند حق نه لرم

چې وښوریږم حال مې دی رټلې

سترګې به ښکته سر به ټیټ ګرزوم

که یې کړم پورته په سولۍ ختلې

زما د حق نن پوروړي دي ټول

د ښوونځي در یې پر ما تړلې

له پلار او ورور نه مې ګیله لرمه

تر اوسه ناست دي غږ یې چوپ ساتلې

پر قرآن اقرا، د پیل ایت راغلی

دوي جینکو حق دی په زور لوټلې

د مسلمان په نوم لا واک چلوي

سختو نادودو ولس کې زړه چولې

نړۍ ده ناسته ننداره یې کوي

چاپیریال ټول دی خپسۍ نیولې

د دغې خاورې ننګیالي ویده دي

جماالدین، وزیر اکبر ترې تللی

امان پادشاه پر ثریا (۱) باور و

و د خپل ولس غم کې له تخت وتلی

داسې حریص او موزي واک ته راغلل

د زواک له کبره یې انصاف بایللی

خو زلزله د حق چټکه راځي

له خلکو لرې بیا الله (ج) رټلی
۱- په پغمان کې شاه امان الله په خاصه غونډه کې د انګریزانو جاسوسانو د ملکه ثریا ساختګې جوړ شوی لوڅ عکسونه په غونډه کې وبشلې وو.

د شاعر نور شعرونه ←