د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
نورمحمد لاهو

وړې کشتۍ

چې ماښام په خپلو ګوتو

ددې سیند سپينې څپې یې تکې تورې رنګولې

ته هم هلته وې ولاړه

له سپين مخه دې رڼا وې رالویدلې

او دې سیند به بیا سینې پورې ټومبلې

لکه څو سپینې ډیوې د نیلوفر په څیر اوبو نه وې وتلې

له هغې ورځې راهیسې

سیند له ځانه سره ریږدي

فقط باد په دې پوهیږي

سیند چې غواړي ځان راټول کړي

بیرته چاپسې ښوییږي ؟

د چا عطرغواړي راوړي ؟

چې څپو نه یی وړې کشتۍ جوړیږي

اوپه دې خو ته پوهیږې

سیند چې تاته نژدې کیږي

له حیا

ولې څپو کې خپل پټيږي ؟

د شاعر نور شعرونه ←