افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
د هسک له شينکۍ غاړې بیا د ستورو اميل لويږي
له شنـه بـڼـونـو سـيل د شنـو طوطيانو روانـيـږي
د ژونـد تاوده ډګـر تـه د چـوپـتيا څـپـه رادرومي
زيړې مازدیګري شي لمر له غرونو پناه کيـږي
پر وچه سپيره دښـته به شي کوم آواز راپورته
د هـر شـهيـد ارمان يې پـلـوشـو کې راځلـیـږي
رڼـا يـې له لـیمـو پـه سپـينـه ورځ کي و بايـلـله
شبکوري دواړه سترګې به بيا چيرته راغړیږي
د ښـي او کيڼ توپير کې پيژندو ته يوو بې وسه
له وران ککړ نظره د خلاصون لاره ورکيږي
د مـيندو سپيڅلتيا به سړو زړونو ته ساه ورکړي
د لوړې مينې غږ يې پاس اسمان پورې رسیږي
کابـل غرونه به بيا د آزادۍ لیلا سیـنګار کړي
ملالـه او ناهـيـد په شـنو پوړنـو کې تاویـږي
نن پيغلي نورستان کې ننګرهار تر بدخشـانه
په يو غږ پورته کيږی شاه زلمو سره دريږي