د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

فضا تړلې ده له سترګو روښنايې تښتوی

تا چې زموږ ځـوان ارمانونه د ژونـدون قـربان کړل
کـونـډې پـر اوښـکو لژند، دا خپل بچي يـتـيمـان کـړل

پر خپلـه خـاوره، مور مقام ته دوه لاسـي کـړو سـلام
تاريـخ پـرې ويـاړې چې رالـوي اتـلان ځوانـان کړل

هر هېواد وال زړه کې له درده يو جـټکه پورته شـوه
ساقي توبه کړه، ميخانـه کې يې مات ټـول خمان کړل

زلـمـي او پـيــغــلې د ایـوب او مــلالــۍ پـر لار ځــی
یووالي لور تـه چـې يـون وکـړ، هغوي يـې روان کړل

زمـوږ د غـرونـو لـوړ سـرونـه تـرابـان ديــو څـــاري
لار د خلاصون هله مونده شی که يې پوه پرځان کړل

د ګـيلـه مـن شـهيـد سـره ويـنـه غـورزنـګونـه وهـــي
بابـیـزه مه ګنئ، اسمان او زمکه يې سـم لړزان کـړل

موږ لـه ګـودره راستـنې وو پـرمخـتـګ پـر هــيــله
ښوونځي وتـړل شاتـګ يـې نـړيـوال حـيران کـړل

هـوډ مـو وو دا چـې قـلـم اخـلـو او تـيـارې رڼـــوو
خبرې نه وو چې واکدار مو بې سـواد مشران کړل

کور کې مو پلار او مور ته ژاړو، يوو تیارو کې پاتې
واکدار مو شاته تمبوي، زړونه يې خپل بې ايمان کړل

دا څـه خـيـرات نـه دی ظــالـمـه اسـلام حــق راکــړی
څوک چې له حقه منکريږی خداي(ج) کورونه وران کړل

هـېـواد ساتـنــې تــه نــړۍ لـــري د عــلـم اړتــيــا
په پرمختګ سـره يې پيغلې ځـوانان ټــول ودان کړل

د شاعر نور شعرونه ←