د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

د مهاجر ميېنه

سترګې مې لا هغسې لمدې پاته دې
ډيوې د اوښکو مې
د شپې پر زړه راته تيارې روڼوې
په هغه ورځ کې چې ته
پر نامعلومو لارو
له کلې څه له خپلې خاورې تللې
اوس د ماښام په تروږمې کې
ستا په يادونو کې سرسامه
د شپيلۍ سور يم ګونګۍ کړې
شپه ده سپوږمۍ د څوارلسمې
کټ مټ اوس بيا هغه شيبه شوه
چې ته ولاړ پر سر د بام وي
د محبوبا خپل جلات خان وي
ورک رانه لری، تري تم شوی
سترګې مې تا غواړي يوازې
او د اواز ښکالو له لری
لويديځ پلو کې ګاونډي پر سپيره ډاګ
په ستمونو، د جبرونو انتها کې
ستا سوزيدلي کړيکه اورم
د وسوم، وسوم په نارو پسې دې مرمه
د سور اور بلو لمبو کې غږ تاويږې
د ختيځ، سويل ختيځ پر جبرې کرښه
هره لار ده سوزونکې
په هر لور دې سوری څارم
زه يم ناسته ستا ديدار ته
لونګين کې مې تازه لونګ پيېلې
هغه تا چې شنه زونډي ورته راوړي
پر بلۍ مو کشمالي دی
نوی نوی غوړيدلي
دي عطرينو خوشبويې کې
د ژوند يون دی بدل شوی
د ليدو هيله بيداره
پوهه نه يم چې پر ورکو لارو لاړې
د هجرت ښامار په کومې کې مومن شوي
زه شيرينه د ظفر لالا بندۍ يم
ته تورزړو ښامار ډوله ګاونډيو
په زندان او د فولادو کلکولو پر بټيو
لکه اوسپنه پر سره اور تلولې
خو لا هم ستا انتظار کړم
ستا پر لوړ هوډ اعتبار کړم
چې ناڅاپه لمر د عدل پلوشه کړي
سختو زړونو کې د نور څپه خوره کړی
د اسمان ناوې سپوږمۍ څڼې خورې کړې
ستوري واخلې ترينه جوړې غاړه کۍ کړې
د تور غرونو زړونه سپينې شغلې وکړې
د جاهلو واکدارانو
سترګې پرانيزې، توبه کړې
د علومو پر زرینه کرښه سم شي
تور ذهنونه انساني مقام ته تم شي
بيا جوپه د هوا ګانو
پورته پاس باغ بالا کې
د بابر په سمسور بڼ
د پغمان ګل او چمن کې
ميله جوړه د ځوانانو
راچاپير د مینې شور شي
د خوښيو جنت جوړ شي

د شاعر نور شعرونه ←