افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
نوی نسل
که څوک مري
او که څوک چوي هم
وخت روان و او روان دی
شنېلی سر باسي له مځکې
نوی نسل هم همداسې
که هرڅو یې فکر وتړې په پـړو
تاو راتاوشي د زړو فکرونو جال کې
هغوی سر راجگوی شي
خپله لاره هم موندی شي
او د عصر له غوښتنو سره پل هم اخیستی شي
او پر نوو لارو ځان عیاروی شي
۱۷/۰۱/۲۰۲۳
هېدر سلیف
ډنمارک