د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1771 شاعران11101 شعرونه
شمائله سلیمي

غزل

راشه وګوره زما د ارمان ــ مړى
چې د خپلو اوښکو سيند په مخه کړى

شکايت ته د تقدير يمه ـــ روانه
ستا تصوير رانه ولاړو ـــ اوبو وړى

زده کوي په ما د غم ـــ د هما ژبه
زړه مې ځان د سليمان په بند تړلى

هغه تلونکي مې راستون نکړل له لارې
هسې ځان مې کړو په ډېرو نعرو ستړى

هر يو ناست دى مات ائين د ناشکرۍ ته
تر دې وېش دې خوشحال ندى هيڅ وګړى

په رنجو د سليمان دې سترګې تورې
د منصور په وينو سور دې د دار پړى

ما راوړى دى سلام ـــ د شمائلې
تا راوړى دى د ژوند ماښام نيمګړى

د شاعر نور شعرونه ←