د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1771 شاعران11101 شعرونه
هاجره حرکت

د هاجرې حرکت څو څلوریزي

د کابل لمن
پـر ولاړو غـرونو سره لمبه خـوره ده
د کابـل لـمنـه هغسې سپیره ده
د ښـوونـځـيـو دروازي تـړلـې پاتـی
پر هرکور د بورې مور سوي ناره ده

خپل اختیار
زور او جبر مـنځ کي له اختیاره نه وتلې ده
‎زموږ خوداراديت جذبه له برمه پریوتلې ده
موږه یې په پورته لټوو خیال د اسمان لرو
ښکته تاترین ته مو د خیال مرغۍ لویدلې ده

د ځانه ګیله
‎د ځــانـه مې ګـيـله ده، له اسـمـانـه مـې ګـيـله ده
‎د خـپـل سرسبیل ورور له خپل افغانه مې ګيله ده
‎د واک پر ګدۍ کښيني، خو جلب تري پردي واخلي
‎رڼا ورخ پر ولس شپه کړي، له سرسامه مې ګيله ده

په ډیره مینه او درنښت

د شاعر نور شعرونه ←