افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1777 شاعران11101 شعرونه
په اورتون کې سره گلونه
خوږ امانه بختور یې
ستا نعره د خپلواکۍ
پېـړۍ واوښته چې ځغلي
لکه وینه په بدن کې
هم په لر کې هم په بر کې
پاچا خان ته زیری ورکړه
ولسونه پاڅیدلي
پښتنو، بلوڅ ځوانانو
د پنجاب پښې لړزولي
پاس اسمان رنگینه شوی
میـړني مو سرسپارلي
ملالۍ راپاڅیدلي
میدانو ته یې دانگلي
چې د سختې یاران نه وو
له صفونو تښتیدلي
د اورونو په گُلخن کې
سره گُلونه غوړیدلي
د شیربرېتو په لاسوو کې
زنځیرونه شرنگیدلي
د لیلا وطن پیکي ته
په گلونو پسې وتلي
ائ امانه، پاچا خانه
اُمیدونه ټوکیدلي
غیرتي میندوو په غېـږ کې
غیرتي بچي روزلي
۱۶/۸/۲۰۲۴
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن