د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1776 شاعران11101 شعرونه
احسان الله صداقت

غزل

یوه اوسپنه شي توره ، بله ډال شي
یو د آس او بل د خره د پښو نال شي

انسانان هم ټول له ذاته انسانان دي
یو بې ننګه ، بل غېرت شي ، بل ننګیال شي

ځينې وي د شرم لوښئ شرمول کا
شاه شجاع یې پاچاهانو کښې مثال شي

څوک به نه اُوسي پاچا ، وي به ګدا خو !
هر یو لفظ یې برابر په تول او تال شي

ځينې ځينې بیا دعوای کوي چې شيخ یم
خېر ښېګڼه د ملت ورته وبال شي

ځينې ځينې چې خدمت د قام ملت کا
ګيلمه من غوندې یې مرګ صورت حال شي

صداقت دې هم په جار شعرونه وايي
نه غني ، نه به رحمان ، نه به خوشحال شي

.
جولاې ۱۶-۲۰۲۴

د شاعر نور شعرونه ←