پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
چي بېزاره له تعلیم او له کمال وي
څو ژوندي وي افغانان دا به یې حال وي
له یوه دامه خلاصیږي بل ته لویږي
هره پوله د صیاد او غلیم جال وي
لار په خپلو وینو سره کړي تر منزله
بریالي به ابوجهل او دجال وي
ده به سر وي هر قدم پکښي بایللی
د نامردو به پرسر د کشمیر شال وي
دا وطن د غم په شپه دی پیدا سوی
په تیاره کي یې هم بدر هم هلال وي
« لکه غر هسي کربوړی» چي متل دی
« زېږېدلی د ځنګله په رنګ چغال وي»
له نیکه مي زر نکلونه اورېدلي
خدای شاهد دی که پر مځکه یې مثال وي
په سنګسار یې خپل خواخوږي دي شړلي
ورځ تر بلي یې پر کور قحط الرجال وي
«د فلک خونخواري سترګي ورته سرې دي»
« بېنوا » یې له اورغوي کښلی فال وي
تور او سور زرغون بیرغ به نه رپیږي
په پردیو به سپک سوی استقلال وي
نه ښادي نه خوشالي خدای په لیدلې
د هر غم او مصیبت په مخ کي ډال وي
جهاني د « امان » قبر راته وايي
د دې خلکو دي ملګری ذوالجلال وي
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتي نولسمه، ویرجینیا