د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1776 شاعران11101 شعرونه
ښاغلي عبدالهادی هادي شعرونه

غزل

چاته چې زړه ورکړمه بدل کې یې نفرت وړمه
خپل زړګی مې ژاړمه اوبو ته شکایت وړمه

زما د وجود هر غړی زخمي او جدا شویدی
پورې هدیرې ته مې دا خپل شهید قامت وړمه

زما د سرودونو له هر توري چې راوڅاڅي
غواړمه فریاد یې کړمه درد مې د ملت وړمه

ښه یې په شیبه کې، په شیبه کې یاره ورانه شې
ستا له خوږو سترګو سلسله د شرارت وړمه

خدایه زما پښتون زړه دې په کومې ګناه ونیوه؟
څو به پر اوږو دا زندګي لکه قیامت وړمه

بس دی د نفرت په اور کې ډیر کلونه وسوځید
ځم هادي ولس ته مې سوغات د محبت وړمه

د شاعر نور شعرونه ←