افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1772 شاعران11101 شعرونه
غزل
لرمـــــــــــــــــه دا يوه دايره ځان، لکه بنګړی
در وا مې خله بيخي داسې ارزان، لکه بنګړی
دا ښــــــــــکلي زندګي لکه د ښکلي جېنۍ لېچه
دې لېچه کښې زما نازک جانان،لکه بنګړی
د مېنې په مــــنګلو کښې مات شوی يم په مېنځ
دا ځـــــــــــکه په هيچا نه يم تاوان،لکه بنګړی
جـــــــادو اوشي چي اوکړم تصور ستا د مړوند
وجود مې داسي سپک شي په ايمان،لکه بنګړی
څـــــــــه زه له خپل شډله خويه ډير يمه مجبور
څــــــــــــــه ته له نزاکته پرېشان ،لکه بنګړی
ږلۍ د وحـــــــــــــشتونو راوريږي په دې ښار
په سر مـــــــحسوسومه دا آسمان ،لکه بنګړی
مـــــــــــــــمتازه دا سجده لکه پېزوان د بندګۍ
مـــــــمتازه دا په شرنګ ميده آذان،لکه بنګړی