د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

ځلا

ځــل د مينې ځــل مې په خیالونو کې
ښـکـته پورتـه ګرزی په خـوبونو کې
زغـلم پـسـې وایـم چې په لاس راغله
تـښتې لـه پـښـو مـې قـدمـونـو کې
ځوان و، د واده هیله یې زړه کې وه
ژوند یې شو قربان ورستو دودونو کې
دی خـو انسـانې ژونـد په ارزو لاړه
نـه و تـرې خبر ځـي وحشتونو کې
دا ګـاونـډیـان مخـکې له چنګیزه دي
سر مـو د ځوانـانو اعـدامـونـو کـې
نـه انسـانـیت کې نـه اسـلام کې شـته
مـخـکې له هـتـلـره ستـمو نـو کې
بـیـرته د راتـګ وعـده یـې لـنـډه وه
غـږ یې پورتـه کیږې نـاورینونو کې
ځوان يې تـر پـښو لاندې زپلې دی
دا پـليس وحشي دي تاریخونـو کې
هلـته تور لـینګې عسکر چاپې وهـي
دلـتـه افغـانان ګـیر پـه غـمونو کې
ټـول هېواد کې ويره ناهیلی خپره
ورکـه ازادي ده پـه ولـسـونـو کې
مـیـنه مـرغـلـره ورکـه کـړي مـوږ
لرې له تعلیمه تـورتـمـونو کـې

د شاعر نور شعرونه ←