د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

په کلي کې نن مـا ويـل او تـا ويـل

مــا ويـل لاس پـر تـندي ږدمـه
‎د محـبت خـيـال کې پـريـږدمـه

تا ويل زړه کې مې خوندي دی
زه یــې لــه لـرې درته لـیــږمـه

ما ويـل ستـرګې مې سوزيـږې
دا بــه پـه اوښــکو لـمــدومه

تـا ويل پـيغام د مـيـنې واخــله
پـټ پـه ګـوګل کـې مـې ساتمه

ما ويـل لیږد يې اســان نـه دی
ویـده زړه څنګ به ويـښـومــه

تـا ويـل پــوهــه يـې هـنـر دی
په ميــنـه ګام پـورتـه کـوومــه

مــا ويـل غــږ ټــپ د یـووالي
تا ويـل ولس مې راويـښــومــه

ما ويل ولي تـس او نـس شـوي
تـا ويـل رقـيـب نــور شنـډومــه

ما ويل ازاد ژوندون ارمان دی
تـا ويـل لـيمـې يــې را رڼــوومه

د بـې عـلـمـۍ تـيـاره راټــولــه
هــمـا مـارغــه بــه الــوزومـه

ما ويل مـوږ يـوو درتـه ولاړې
خپـل دریابونو نه به يې سکمه

تـا ویـل اوبـه درومـې بهر تـه
نور مـو سیـندونه راګـرزومـه

ما ويـل پـه غرونـو کې کانونه
د پـردو لاس تـرې لـنـډوومــه

تا ويـل سـاه يې زمـوږ تـړلـې
زنــدۍ مـرۍ را خـلاصـومــه

ما ويل ګاونـډ مـاشـومان وږي
اخـتــلاس ګــر راپــرزوومـــه

تـا ويـل مکتب بـه پرانـيزمـــه
ښــوونکي ټـول راپـاڅــوومــه

ما ويل زلمو که يون پيل نه کـړ
جيـنکۍ يو ځل يـو لاس کـوومه

تا ويـل وعــده د نوي یـون ده
دا پـيـــلامــه نـه هــيـروومـــه

ما ويـل ګودر کې راته تـم شـه
منګي منځ کې اعلان راوړمـه

تـا ويــل لاربه دې څـــــارمـــه
ولس رابلمه، هـېواد ژغورمـــه

مـا ويـل غـږ سـر تـاسـري دی
هېواد پـه يـو يـون راخـورومـه

د شاعر نور شعرونه ←