د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1785 شاعران11101 شعرونه
عبدالعزیز نایبي

سوې کروندې

بزگر واړه ماشومان
ماښام نهار ویده کړل
کروندې، لمر سوې وې
چینې وې وچې، باران نه وریده
بزگر ښار ته مزدوري پسې ووت
مزدوري نه وه، یو په حورو مېن
د مزدورانو د ټولي تر څنگه
ځان وچاوه
د بزگر ساه وخته
د ماشومانو فریادونه یې
تر آسمانه ولاړل
په لپو، لپو یې ژړل اوښکې یې نه وچېدې
خو،
چینې لا وچې وې
کروندې لمر سوې وې

۱۳/۱۱/۲۰۲۰
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن

د شاعر نور شعرونه ←