افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
څلوریزې
د کور چاپیریال
د کور په چاپيریال کې مو د اور سکاره پراته دي
د شنه اسمان په زړه کې مو راڼه ستورې ړانده دي
په لوي لاس خپل هیواد مو په پردیو دی ړنګ کړی
په خپله لمن اور ږدو لا ژوندي زړونه مو مړه دي
ځوان کول
د ځوان کول پر ذهن مو خپسه را خوره ده
د سترګو رڼا تته ده تیارې دې ډیوه مړه ده
د مینې لټونکي د دنیا دوکو کې ورک شول
ټګانو لاس برې دی د مارانو ښه میله ده
اور او اوبه
د اور او د اوبو په منځ کې ګل راټوکیده
یو شین رنګین سهار و فکر بل راخوریده
له تورو تورو سمڅو او تیارو نه تیریدل وو
تدبیر، عقل، منطق سره وحدت را زلیده