پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
په کرکڼو او اغزو کې
په طوفان که شو د نوح (ع) بيړۍ تـه پـورته
د هـــېـــواد د ازادۍ لــيــلا امـــيــــل شــــــو
د عـرفـان او مـعـرفت مشعـل روښـان کــړو
پـر کـرکـڼــو او اغــزو ګــل د رامـبـيل شـــو
جــهـالـت او تـيـارو تـه دیــوال جــوړ کــړو
رڼـا ګانــو پـرمخــتـيـا کې سـره ښکـيـل شـو
خپل ځوان کول مو د اسمان زړه کې زلاند کړو
ستوري ښکـته کړو د سـرو زرو غلـبيل(۱) شو
د سبــا سـتـرګـې تـه پـرانـيـزو لــيـمــه مــــو
لــه نـاســمـو تـعـبـيــرونــو نـه رابــيـل شـــو
د عــلــومــو بـنـسـټــونــه راژونــدي کــــړو
خپل ماغـزه پـرې کړو روښـانه لکه تيل شـو
د تـعـلـيــم تـړلـــې ور ورتـــه پــرانــيـزو
جــيـنـکو تـه د تـنـکـيـو هـيــلو پـيـل شـــو
۱ـ پخوا به سره زر په افریقا کي کله چې له درياب راويستل کيده، له شګې سره به ګډ وو، طلا پلټونکو به په غلبيل سره له شګې څخه جلا کول.