د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1785 شاعران11101 شعرونه
عبدالعزیز نایبي

د نیمې لارې یاران

ښايي زمان مې حافظه لوټوي
یا خو د هر چا و مزل تر خپل مقصده پورې
یمه د دې معما تل کې ایسار
اوس د ژوندون یوه تیاره کوڅه کې
د خپل تېر شوي عمر پل لټوم
که مې د اوښکو په رڼا کې چېرې وموندلو
ضرور یې پوښتمه چې:
راسره گډ پر یوې لارې روان
چېرې ولاړل؟!
ستاکلهم، سویدن

د شاعر نور شعرونه ←