افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1785 شاعران11101 شعرونه
تللي، نه راگرځي
کاش لمن کې دې آسمانه
پسرلي زرغونېدلی
ما به ستوري گُلان یو، یو
په ځولۍ کې ټولولی
بېلتانه داغلي زړو ته
رڼايي بېرته راوړلی
اه! اسمانه څومره لوړ یې
پسرلي دي له تا لرې
په خاورینه دې تاراج گډ
تا غمي دي ترې لوټلي
د سر تاج دې پرې سینگار دی
لکه غل د کوه نور یې!
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن