د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عبدالوکیل متین

!لا وختي دی

مرګه! را نه شې وختي دی ستا راتلو ته وزګار نه يم

لا د ژوند غېږه توده ده سړې غېږ ته تيار نه يم
لا څکلی مې خوند نه دی د ژوندون د ترخو ميوو

لا مې ژوند سره ياري ده نه هېرېږي خمار نه يم

لا چاپېر مې دي لاسونه د جانان له سپينې غاړې

ما د عمر اقرار کړی پښېمان په اقرار نه يم
نشانې د قدمونو مې کړې ورانې د وخت پېښو

دېره شوی په کوڅه کې لا د ښکلي نګار نه يم
د دنيا د حورو وخت رانه په هغه دغه تېر شو

د پيرۍ په زلميتوب کې هم د وخت منتبار نه يم
خدای دې نه کړي چې ګردونه د پښو مې په چا ورشي

په ګلونو يم مين خو په ګلمخو غبار نه يم
لا ملا په منبر ناست دی لا مې سر په سجده دی

غم د حورو راسره دی له جنته بېزار نه يم
لږ مې پرېږده چې دا مات ګوډ عبادت د خدای پوره کړم

د سپېڅلي ذات رحمت نه په هېڅ وخت کې انکار نه يم
يو ځای ځو له ميخانې نه څو، څو ځل مې ورته ووی:

ځواني وخت وخوړه لاړه اوس د ښکلو په کار نه يم
ما متين د جام ټوټې ساقي له ورکړې خم مې واخيست

مست احساس لرمه مست يم ميکده کې مهار نه يم

—————–
مارچ – ۳۰ – ۲۰۰۴
منټيکا – کليفورنيا

د شاعر نور شعرونه ←