افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
پوښتنه
منځنی ختیځ خو مهد پیغمبر خیز دی
هم هغسی د بد کارو یوغټ بیز دی
د ګرمی د لاسه مغز پکښی اوبه شی
د مستی او حوسونو پکښی خیز دی
نوح یوسف لوط ابراهیم دی واړه هلته
دا یو زه بد بخت اوسیږم ګنی دلته
اوس نو ته راته ګویا شه ملا جانه
سوال لری ستا یو ملګری قاسم خانه
ایا هاغو چی بشر ته خدمت کړی
تلیفون، جهاز سرک یی سمنت کړی
ایا وی به داسی خلک هم جنت کی
کومو خلکو چی جنت را دوزخت کړی
۲۴/۱/۱۰
ویرجینیا ، امریکاقاسم باز