د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1785 شاعران11101 شعرونه
ملا منصور منلی

غزل

پورته شئ، ځئ چې ځو، جرګه ده د خیبر په میدان

نن د غیرت او ننګ موکه ده د خیبر په میدان
له سر او ماله تېر زلمي به انقلاب راولي

ولاړه سرهٔ رنګ کې جنډه ده د خیبر په میدان
خلک له هرې قبیلې لاس په څراغ رروان

ورځ به شي هر څومره که شپه ده د خیبر په میدان
نری ګرد خیژي ګڼ ګامونه په شور ځوږ روان دي

او د پښتون، منظور ناره د خیبر په میدان
په یولسم د اکتوبر منلیه کور ته نهٔ ځم

ورته وهلې مې خیمه ده د خیبر په میدان

د شاعر نور شعرونه ←