پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د پښـتـنـو د جـرګی پـه مـنـاسـبـت
بیا د خیبر په سردرو کی نوی شرنګ دی بیا مو پیغام د تړون اونام او ننګ دی
بیا مو غږ دآزادی ، نوی آهـنګ دی بیا مو هـوډ د یووالی او غورځنګ دی
د لـر او بـر دا پیوستون ته سـلام
د پښتون قام دغـه پاڅون ته سـلام
څو به سوځیږو په اور د ظلمت کی مونږه څو به اوسیږو په تیارو د جهالت کی مونږه
څو به جنګـیـږو د پردو منفعت کی مونږه څو به تاویږو د اغیارو سیاست کی مونږه
ویده افکار مو بیا په هوش راغلی
د غیرت ویـنی مو په جوش راغلی
ټوټی ټوتی په لر او بری پراته یو د چا د لاسه در په در پـراته یو
ولی بی علمه بی هنر پراته یو دی توفانو کی بی ګـدر پراته یو
مونږ د اغیارو زد او بند نه منو
مونږ فرضی کرښه د ډیورند نه منو
چه حق ویلی نشو ، دا څنګه ازادی ده چه وژنی مو خپل کور کی ، دا څنګه زندګی ده
چه هر تور کی یو راګیر ، دا څنګه خوشحالی ده چه محل علاقه غیر وی ، دا څـنګه آبادی ده
نور دا ظلم او ذلت نه منو
پخپله خاوره بل قـدرت نه منو
مونږ جهانیانو ته پیغام رسوو د خپل پاڅون پوره الهام رسوو
دردونه ډیر د خپل قام رسوو د خپل عزت او خپل کام رسوو
هر چیری که اوسیږو ، یو بیان یو مونږه
یو موټی یو ملت ، یو افغان یو مونږه