د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
سپوږمۍ خرم

غزل

ليونتوب چې بيابان ته غيږه ورکړه

ما هم دغه سې جانان ته غيږه ورکړه

يار د بيا راتګ په تلو کې راته وويل
خو بی صبره زړه باران ته غيږه ورکړه

يوسړي د يوسړي ازار اخستى
يوسړي څيرې ګريوان ته غيږه ورکړه

د فنکار مظلومې چيغې له تا زار زار
چې رباب دې ياقربان ته غيږه ورکړه

د سپوږمۍ په رڼا لاړمه اور اخلم
جانان نه وو ما خپل ځان ته غيږه ورکړه

د شاعر نور شعرونه ←