افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
تر منزله رسېدل دي تر منزله ستړی نه شې
په خپل وخت مېوه پخېږي له ازله ستړی نه شې
ما پنځه اويا کلونه تور ويښتان په سپينو ورکړه
دا بازار دا ېې روزګار دی له دې مله ستړی نه شې
لار اوږده شګې تودې دي په تڼاکو ښپو “۱” مزل دي
ټوله لاره ده اغزنه له مزله ستړی نه شې
زړه سوی نشته په دې ښار کې چيچل هم په کې روا دي
د ږمنځې له غاښونو، تور اوربله ستړې نه شې
هر څوک خپل غنم پخپله د موږک له فتنو ساتي
چې شريک دې وي د کور له هسې غله ستړی نه شې
نه بندېږي په دعا او نارې هم پرې اثر نه کړي
ناګهانه مېلمه کېږي له اجله ستړی نه شې
لمن ډکه له مڼو وي خو دانه، دانه کمېږي
ای متينه! د شمارلو له کبله ستړی نه شې
——————-
جون – ۲۶ – ۲۰۲۴
پريکنس سېرکل
منټيکا – کليفورنيا
۱- ښپو – پښو