د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1789 شاعران11101 شعرونه
عبدالعزیز نایبي

ته او زه

ته چې لکه لمر د خیال له هسکو نه راوخېـژې
زه دې پـلوشو کې د بڅرو په څېـر وناڅـم
ته په مینه، مینه زما تت جهان روښانه کړې
زه نشه، نشه شمه د زړه خبر په خوله راوړم
ته دې په پـړوني باندې شړک زما په مخ راکړې
زه دې د بارخو په سره اوښتي رنگ لمبه شمه
ته له ډیره نازه زما خبره په خندا شړې
زه یې په څپو، څپو کې ورک شمه، فنا شمه
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن

د شاعر نور شعرونه ←