افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1785 شاعران11101 شعرونه
!ظلم حد لري باداره
په جهان د جنجالونو کې روان یو
په لارورکو کاروانونو کې روان یو
د زمري او ایـږ غوبل پر موږه تېر شو
د ښامار د خولې اورونو کې روان یو
دین مو ښه؛ بد تعبیرونو وطن وران کړ
هوسا نشوو، تورتمونو کې روان یو
یو گام مخ ته، دوه په شا ځو ولې، ولې؟!
سمه پرېـږدو، گړنگونو کې روان یو
ظلم حد لري باداره مهکړه، مهکړه
د سرتورو ازارونو کې روان یو
خوب لېده ما، پلاز نه ښکته پاچا پروت وي
تاج نسکور، په گردشونو کې روان یو
۱۸/۱۱/۲۰۲۴
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن