د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

ستا مينه

غزل ‎
‎کله اوښکه شي ګريوان کې مې لمده شې
‎يـا انځور جوړ دواړو ستـرګو ته اينه شې
‎د تصوير ليکه دې پاس اسمان کې ګورم ‎
چې د خيال کړۍ کې پورته شی لمبه شې
‎د حسـرت پـه تورتـمـو کې تري تـم يې ‎
جـوړه بيا د مـحبـت خـوږه شيـبه شـې
‎خوشبـويې د تن دې سرو ګلونو راوړه
‎د بلبل په غږ کې سر شي زمزمه شـې ‎
د ژوندون پـر اډانه کې مې راخـور یې
‎په ليدو مې دې راڼه دواړه لـيمـه شـې ‎
هره ساه مې ستا پر نوم باندې شمیرمه ‎
که نه ژوند راته بې ستا جوړ هديره شې ‎
طوفاني سين کې مې ورکې مـرغـلرې
‎په لـټـون کې سـمنـدر ارته سیـنـه شـې ‎
سره بنګړي او د اوږۍ پاولي مې مات شې ‎
له تعلیم چې پیغلې بـنـدې پـه پـلمـه شي
‎د هېواد يـاد بـه مـې ذهــن ژونـدې سـاتي
د پرديـس زړګي مـې دغه يـو اسـره شـی

د شاعر نور شعرونه ←