د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
مصطفی آرین

غــــزل

تیاره وه چې کتل مې خپل تصویر په آینه کې

عـجـیبه ښـکاریدم پکې شبګیر په آینه ګې
زه داسې وخت مجبور کړم په دې تنګه دائیره چې

بس ورک شومه په لار د خپل مسـیر په آینه کې
یا زه یم خړ او پړ او یا غبار ورباندې ناست دی

یا ما کې څه تأثیر دی یا تأثیر په آئینه کې
راځه غاړه په غاړه زه به تا ګورم ته ما !!

قسمته لټوو به خپل تقدیر په آئینه کې
که مات یم خو یو څو ټوټې ټوټې دي راکې پاتې

راځه که ګورې خپل د خوب تعبیر په آئینه کې
زه تاته او ته ماته په کتو کې سره ورک و

دا نن مې څنګه ګورې دومره زیر په آئینه کې
آرین مې د غزل سره لیدو په ملنګۍ کې

ولاړ و پکې دنګ لکه پامیر په آینه کې

د شاعر نور شعرونه ←