د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

ستورو د اسمان سره

ستـورو د اسـمـان سـره مـې وژړل
غـم د خـپل جانان سـره مـې وژړل

مامـې ټـيک تـه سپينه رڼا وړله خو
تـورو غـرو بـيابان سره مې وژړل

ولـږه ده د کـونـډو پـر کالـه خـپـره
خوارشړ دسترخوان سره مې وژړل

ماتـه دروازه د شـپـې سـړه سيـلـۍ
شـپـو د کابل جان سره مـې وژړل

تـورې خپسۍ لـمـن خـوره پـاتــې
وريزو کې باران سـره مـې وژړل

زور او جبر دلته کې په واک کې دی
خيـال کـې له جهان سره مـې وژړل

غم زموږ د ژمې لمره سوړ ښکاري
بـې حـسـه انسـان سـره مـې وژړل

د شاعر نور شعرونه ←