د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

د هاجرې حرکت څو څلوریزې

د يـووالي غــږ لــه کلــيــو راشــيـوه شـــي
قـيام وده کړي شي بـاز پـه کې غـوټـه شــي

لـه هـر لـورې يـې د غـږ انـګازه راشــي
د ژوند څانګو کې په نوي رنګ نوده شي

په وفا کې ميړنۍ

سـتا پـر لـور د درتـګ لاره ټکـنـۍ ده
خو مرغۍ د خيال مې تيزه غرڅنۍ ده

د جــفـا زيـږه يـادونــه دې انـبـار دي
لا مـې مـيـنه پـه وفـا کې مـيړنـۍ ده

د يادونو څرک

د يادونو څرک په سترګو کې زل وکړي
خيال مې والوزی له بره پرې پر وکړي

محــبـت يــې لـکـه پـرخــه راوريـږي
پـر زره زره د زړه مـې اثـر وکــړي

د شاعر نور شعرونه ←