افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
د محبت څلي کې
زما او ستا د مینې تـاند ګـامــونــه
زمـوږ لـه کلي نـه چـاپـيـر یـادونــه
مــوږه چې کــر د مـحـبـت کــولـــو
شنه د ګـودر جلګه کې سره ګلــونـه
هـا ښکلا ایزې شيـبې بـیـا راولــو
پورته کـوو له خوب درانـه سـرونه
تـیـارې د جــهــل پــر رڼا بــدلــــوو
پیغلې به مات کړې دا وراسته دودونه
دم او قـدم که پـه يـو غـږ کـې راشـي
تعصب به ورک کړې،د توکم غږونه
له لـمـره سپـينه ځـلا کـورتـه راوړو
پردغه هوډ موږ يو کوو خپل زړونه
د تعصب توره تياره خاورو لاندې
مارغه د عشق الوزه و پر غرونـه
کينه او رخه مو له سترګو ميـنځو
د محـبـت څـلي کې ږدو ګامـونـه