افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
د وخت واکدار ته
د ژونـدون لـه دايـرې نـه يـې وتـلــی
ته د يـون له فـلـسـفـې نـه يـې وتـلـی
د انسان پيدايښت موخه دې کړه هيره
محــبـت لــه ولــولـی نــه يـې وتــلــی
الله (ج) خپل بنده ته خپله خوښه ورکړه
تـه بـيا دغـې نـظــریې نــه يـې وتــلــی
مخ پر وړاندې پرمختګ د الله داد دی
لـه دې سـترې حـادثـې نـه يـې وتـلـی
زور او جـبـر په اسلام کې نه ځایږي
لـه دې ښــکلې عـقـیدې نـه یـې وتـلـی
رغـول نـږدي کول دا ستـر مـرام دی
لـه سـپـيڅلـې وسـوسې نـه يې وتـلــی
د انسـان د ژوند ارزښت تله درنـه ده
لـه هــم دغــه پـیـمـانـې نـه یـې وتـلـی
د نـظر چـاپيریال تنګ او تـيـاره سـاتـې
پـه کـوم حــق لـه پلوشې نـه یـې وتـلـی
د دې خاورې هر بـچي ازار به رســي
ته د عشـق ښـکلې شيبې نــه يې وتـلـی