افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1789 شاعران11101 شعرونه
گلئ اورې؟
زموږ مینه له نظره شوه نگارې
آه! افسوس ارمان، ارمان سوې کوکارې
ستا د تلو زلزلې سم ونړولم
د ژوندون لارې مې ټولې دي ویجاړې
در په یاد دي توغندي د مجاهدو؟
وران کابل یم سوځېدلی څو، څو وارې
ته خبره یې؟ پاچا له رعیت غیب دی
نه څوک ویني، نه څوک اوري، پټ یې چارې
د سوالگرو لیکې ډکې له سرتورو
په هر واټ، په هر گُذر، ناستې ولاړې
گُلې غم د بېلتانه دې بېخي زور دی
مساپر لالي پسې کله، کله ژاړې؟!
۱۷/۲/۲۰۲۵
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن