افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
ژوند په ځان مه سختوه ګرانه
ژوند یوه وړه شیبه ده
لکه د غلا خوږه مچکه
او لکه یو څو پستې خبرې .
ژوند هغه مسکا ده چې کله له یوبل سره سترګو په سترګو کیږو په شونډو مو غوړیږي .
یوه غیږ ده
چې خوشبویی ترکلونو
زموږ بدن کې پاتې کیږي
ژوند هغه پسته تودوخه ده
چې زموږ د ګوتو منځ کې اوسیږي
او
ژوند هغه خاطرات دي
چې کله یې دشپې د څادر لاندې رایادوو
ورته بې اختیاره مسکي کیږو
نو ژوند دغه دی
له دې پرته
موږ ته هیڅ نه پاتې کیږي
نو ژوند په ځان مه سختوه ګرانه
ساه په ورو ورو اخله
شیبې لکه باد غوندې تیریږی
عشق نه مري
او زړه تر مرګه
مین پاتې کیږی