د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

پسرلي مشاطه ګر

په سيلـيـو بـوړبکو کې پيـل کـړ ژوند
د کال نـوي مـوسـم راوړ جـلا خـونـد

پـسـرلي مشـاطـه ګـر بـدلـون راوړی
طبيعت کې سینګارونه رنګ په رنګ

نوي ژوند تار يې پر هر لور ځغلولی
پر بیـديـا يې راشيندلي دي عـطرنګ

رنـګـېـنـيـو تـمـاشــه يـې غـــوړولـې
غرو له غاړې بوي راپورته د لونګ

بلـبـلان يـې نـوي سـوور تـه هڅـولي
انـسانـانـو تـه پـيغــام د نـوي ژونــد

تخنيک پوهې کړ د ژوند بنسټ لړزان
د هستـۍ نـښـه يـې ايـښې پـر ګـړنـګ

پـسـرلی لـه نـوي يـون سـره راغـلـی
ميـنـه بـيا راغـځوي د زړه پر مـنـځ

انسـان ذهـن بـه نـوي سینګار واخـلـي
غر او سمه کې راوستې ستر غورزنګـ

د شاعر نور شعرونه ←