د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

په شنه هوا کې

راځه د شنو پولو پر غاړه کښینو

په هغه شنه سهار کې

چې به لمر څړیکه لا وهلې نه وه

تا به شپـيلۍ نه څو نغمې جگې کړې

موږ به بیا وهڅیدو

اوس به په نوي یون کې

د نوي ورځ

د پیلیدلو له‌پاره

په ژوند کې ښکلې شیبې وپنځوو

راځه د شنو پولو پر غاړه کښیو

د شاعر نور شعرونه ←