د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
هاجره حرکت

په کلي کې نن مـا او تـا ويـل

مــا ويـل لاس پـر تـندي ږدمـه
‎د محـبت خـيـال کې پـريـږدمـه

تا ويل زړه کې مې خوندي دی
زه یــې لــه لـرې درته لـیــږمـه

ما ويـل ستـرګې مې سوزيـږې
دا بــه پـر اوښــکو لـمــدومــه

تـا ويل پـيغام د مـيـنې واخــله
پـټ پـه ګـوګل کـې مـې ساتمه

ما ويـل لیږد يې اســان نـه دی
ویـده زړه څنګ به ويـښـومــه

تـا ويـل پــوهــه يـې هـنـر دی
په ميــنـه ګام پـورتـه کـوومــه

مــا ويـل غــږ ټــپ د یـووالي
تا ويـل ولس مې راويـښــومــه

ما ويل ولس خو تـس و نـس شوی
تـا ويـل رقـيـب نــور شنـډومــه

ما ويل ازاد ژوندون ارمان دی
تـا ويـل لـيمـې يــې را رڼــوومـه

ما ویل جهل تـيـاره خپره ده
تا ویل هــمـا مـرغه الــوزومـه

ما ویل اوبـه درومـې بهر تـه
تا ویل سیـندونه راګـرځوومه

ما ويـل پـه غرونـو کې کانونه
تا ویل پردی لاس لـنـډوومــه

ما ويـل سـاه يې زمـوږ تـړلـې
تا ویل مـرۍ را خـلاصـوومه

ما ویل ښوونځي یې را تړلي
تا ویل ښــوونکي راپـاڅــوومــه

ما ويل زلمو که يون پيل نه کـړ
تا ویل جيلکۍ يـو لاس کـوومه

تا ويـل وعــده د نوي یـون ده
دا پـيـــلامــه نـه هــيـروومـــه

ما ويـل ګودر کې راته تـم شـه
منګي منځ کې اعلان راوړمـه

تـا ويــل لاربه دې څـــــارمـــه
ولس رابلمه، هـېواد ژغورمـــه

مـا ويـل غـږ سـر تـاسـري دی
هېواد پـه يـو يـون راښورومـه

د شاعر نور شعرونه ←