افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
د هاجرې حرکت څو څلوریځې
ورکې لارې
د ماښام تیارې لا هم پر موږ ولاړې
په سیده لار کې روان یوو موږ په شاړې
د سهار سپیه رڼا تري تم شوې
د بیدار ذهن لټون ته ورکې لارې
بې خودي
د ژوند په شین اسمان کې مو د ستورو جدایې ده
دانه دانه رالویږې ستړی ذهن سودایې ده
خوره وره لمن د مینې تشه ګرځوو موږ
د خیال کوترې مړې دي څه عجیبه بې خودې ده
ښوونځي مه تړئ
د ښوونځي دروازې مه تړئ، ازار لري
تیاره خوریـږي، ویره زېـږي، جهل ډار لري
نړۍ په علم اسمان ځمکه باندې لارې باسي
اوبه بهیـږې په دریاب کې ښکته لار لري
اراده ټينګه ساتو
اراده ټـيـنګه ده، پـر کـنـډو کـپـر لار بوو روان
لـه ګـړنګـونـو به شـو تـیر، شـي به اواره روان
د روښنايې په لورې هـڅو کې ګړندي يوو موږه
له څاه نه پورته به شو تل يوو موږ سرشاره روان